پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان ـ چین تر منځ د رېل ګاډي سوداګریزه لار پرانېستل شوه
نیټه: Thu, 14 Mar 2019 12:21:02 +0000

 

د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.

د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغې لارې پرانېسته د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لامل بولي او وایي چې له دې وروسته له دغې لارې نه یوازې دا چې افغانستان واردات کېږي، بلکې د افغانستان د صادراتو کچه به هم ورسره لوړه شي.
د دغه وزارت مرستیال ظهور الدین شېرزاد د پنجشنبې په ورځ د دغې پرانېستې غونډې پر مهال وویل په دې کار سره به د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي 
د دغه وزارت په خبره، د افغانستان د حیرتانو له لارې به چین ته افغاني محصولات لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، تالک، د مرمرو ډبرې او یو شمېر نور مدني توکې استول کېږي.
د غونډې ګډون‌والو د افغانستان چین ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې ټينګار وکړ او ویې ویل چې د تېرو څو کلونو راپه‌دېخوا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې د چین سفارت سوداګریزه اتشه تیان چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود د افغانستان د فعالې ونډې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې لارې په برانېستې سره به چین ته د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شي.
د افغانستان ـ چین تر منځ دغه صادراتي لار په داسې حال کې پرانيستل کېږي چې مخکې تردې د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د لاجوردو او چابهار لار هم پرانېستل شوې ده.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وايي چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان د سوداګریزو چارو پر وړاندې خنډونه جوړېږي او نه غواړي د دغه هېواد سوداګري پرمختګ وکړي.
الکوزي دا هم وویل، هغه هېوادونه چې د دغو سترو صادراتي لارو په پرانېستلو کې ونډه لري او له دې لارې افغانستان له دوی سره نښلي، باید نړیوالې ژمنې عملي او افغانستان ته ستونزې جوړې نه‌کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته