پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لوبې پرانستغونډه
نیټه: Thu, 14 Mar 2019 13:06:31 +0000

 

تیر ماښام د هندوستان په دهرا دون ښار کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې پرانستغونډه ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي بانک جام یوازينۍ ټیسټ لوبه چې د مارچ په ۱۵مه نېټه په راجیو ګاندي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د پرانستې په مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو پر لوبغاړو سربېره، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس عزیز الله فضلي، د ایرلنډ کرکټ ادارې مشرې ایدین رایس او ګڼو نورو کسانو هم ګډون کړی و.
دغه راز عزیز الله فضلي زیاته کړه چې سږ کال د افغاستان کرکټ بورډ ادارې لپاره نړيوال جام تر هرڅه زیات ارزښتمن دی او په خبره یې چې دا ځل به افغانستان د دې ټورنمنټ یواځې ګډونوال نه بلکې د یوې مهمې لوبډلې په توګه برخوال وي.
 فضلي له ایرلنډ سره د روانې لوبلړۍ د ښه پرمخ بیولو له امله د کرکټ بورډ له ټولو کارکونکوو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې په راتلو به یوه ورځ نور هېواودونه د کرکټ سیالیو په پار خپل هیواد ته راوبولي.
د ایرلنډ کرکټ ادارې مشرې رایس د افغانستان کرکټ بورډ له ميلمه پالنې مننه څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د افغانستان او ایرلنډ لومړنۍ ټیسټ لوبه به د کرکټ د تاريخ یوه مهمه برخه وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته