پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار ولایت کې د ۱۱۷۳۵ تنو د ۱۲ ټولګیو فارغینو څخه د کانکور ازموینه واخستل شوه
نیټه: 30/01/2014

په ننګرهار ولایت کې د ۱۱۷۳۵ تنو د ۱۲ ټولګیو فارغینو څخه د کانکور ازموینه واخستل شوه 

د ننګرهار پوهنتون ریس داکتر محمد صابر مومند شرق راډیو تلویزیون ته وویل چې په دې ازموینه کې ۱۱۷۳۵ تنو فارغینو برخه اخستي ده چې ۱۱۶۸ نجونې وي

نوموړي زیاته کړه چې په ازموینه کې ۸۲۷۲ تنه نوي فارغین ، ۳۳۳۱ متفریقه او۱۳۲ تنه د علومي دیني څانګې  فارغینو ګډون کړي وه

صابر وویل چې ازموینه ځکه په یو ورځ کې اخیستل کیږي چې پروسه يې شفافه  او د درغلیو څخه پاکه اوسي

د ننګرها ر ولایت د ولسي جرګي غړۍ فرشته انوري شرق رادیو تلویزیون ته وویل چې په ننګرهارولایت کې  هرکال د کانکور ازموینه شفافه وي خو وروسته په لوړو زده کړو وزارت کې له ختیځ زون سره د مور او میرې سولک کیږي چې دا کار خلکو ته د منلو وړ نه وي.

نوموړې د لوړزده کړو وزارت نه وغوښتل چې دا ځل باید په ننګرهار ولایت کې هغه پټ استعدادونو ته موقعه ورکړي چې خپل استعدادنو خلکو ته وښايي او ښه پوهنځیو ته کامیاب شي

انوري وویل که چیرې د لوړو زده کړو وزارت د تېرو کلنو په څېر د ختیځ زون سره خپل چلند ته دوام ورکړي او ددې ولایت با استعداده ځوانان کامیاب نشي نو د ولسونو سره به یو ځای په لاریونو لاس پوري کړو

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردېوال شرق راډیو تلویزیون ته وویل په دې ولایت کې د کانکور د ازموینې د ښه ترسره کیدو لپاره ډېر ښه تدابیر نیول شوي دي

نوموړي زیاته کړه چې  د کابل نه د  راغلي هیت سره مونږ ناستې کړي او ترې مو غوښتنه وکړه، چې د تېرکالنو په څیر دې له دې  ولایت سره توپیرې چلند نه کوي

ګردېوال وویل که چیرې بیاهم د پخوا  په شان ددې ولایت حق ورنه کول شو نو مونږ به تر وزارت پورې خپل غږ پورته  کړو او ددې ولایت د ځوانانو حق به وغواړو.

دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي چې


د ادارې فساد  پرضد د مبارزې او څارنې ګډې کمېټې په خپله څیړنه کې  د لوړو زده کړو وزارت په ګډون د کډوالو او راستنېدونکو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدا راز د اداري اصلاحاتو په کمیسیون کې د فساد د موجودیت یادونه کړې خو د لوړو زده کړو وزارت بیا دغه رپورټ رد کړي او نورو ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته