پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له ایر لنډ څخه ټسټ لوبه وګټله
نیټه: Mon, 18 Mar 2019 13:02:01 +0000

 

افغانستان له ايرلنډ څخه د کرکټ پنځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبه په ٧ وېکټو وګټله.
د هند په دهرادون کې دغه پنځه ورځنۍ مسابقه تېره جمعه پيل شوه.
دا د افغانستان په کرکټ تاريخ کې اول وار دى چې افغانستان يوه ټېسټ لوبه ګټي.
ایرلنډ په خپلې اولې پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې وکړې.
 په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او په دې حساب افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.
د ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې لومړنۍ ټیسټ لوبه وګټله.
افغان لوبغاړی محمد شهزاد په وروستۍ پاڼۍ کې په ۲ منډو، محمد نبي په یوې منډې او رحمت شاه په ۷۶ منډو کولو سره وسوځېدل.
احسان الله جنت په ۶۵ او حشمت الله شهیدي په څلورو منډو کولو سره ناټ اوټ پاتې شول او لوبه یې وګټله.
د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور له‌مخې رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې د ۹۸ او په دویمه پاڼۍ کې د ۷۴ منډو په تر لاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
احسان جنت هم څلورم افغان لوبغاړی شو چې د ټیسټ کرکټ نیمه سلیزه یې تر لاسه کړه.
راشد خان لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټسټ لوبو کې یې په اول ځل پنځه ویکټې واخیستلې.
افغانستان تېر ميلادي کال د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ او اوس کولاى شي په ټېسټ مسابقو کې برخه واخلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته