پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د طبيعي پېښو له زیانمنوشوو کورنیو سره د مرستو کمپاین پیل شو
نیټه:


 
د مرستو راټولو دا غږ د هغه کورنیو سره د مرستو لپاره پورته کيږي چې وروستیو اوروښتونو زیانمني کړي. 
دا کمپاین ننګرهار کې مدني فعالانو او د سرې میاشتې رضا کارانو د خیمې په لګولو سره پیل کړی چې د پنځو ورځو لپاره به دوام وکړي او د اورښتونو له امله  زیانمنو کورنیو ته پکي د لاسنوي لپاره مرستي راټولي شي.
په مرسته کوونکي کې هغه کوچني ماشومان هم شامل دي چې کرۍ ورځ د ښار په واټونو کي ژاولي پلوري او له ترلاسه کیدونکي ګټي يې یوه برخه د زیانمنو شوو کورنیو سره د مرستو لپاه ورکوي. 
ټولنیز فعالان بیا پدې نظر دي که د اړمنو او یاهم دطبعي پیښو له قرباني شوو کورنیو سره د مرستو راټولولو لړۍ همداسي دوام وکړي نو په بهرنیو مرسته کوونکو موسیسو به تکیه کمه کړي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته