پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هیله خیریه بنسټ په همکاري سلګونو کسانو ته لباسونه ورکړل شول
نیټه: Tue, 19 Mar 2019 12:47:51 +0000

 

پلازمیني کابل او د ننګرهار ولایت په بیلا بیلو سیمو  کې د میرسي فونډیشن  او د هیلې خیریه بنسټ په همکاري سلګونو کورنیو سره د ژمنیو لباسونه مرسته تر سره شوه 
ننګرهار  کې د میرسي فونډیشن مسولینو پر وینا چې په یادو ژمینو لباسونو  ۶۰ زره امریکايي  ډالرلګښت راغلی چې د بي وزلو او اړمنو کورنیو سره ترسره شوي 
ننګرهار کې د میرسي فونډیشن مسول قاري ذبیح وايي چې میرسي فونډیشن په استرالیا هیواد کې دی په  هغه ځای کې د بې وزلو کورنیو مرستي راټولوي
هغه وویل چې یاد فونډيشن ننګرهار کې د هیلې خیره بنسټ سره  په ګډه کارکوي ترڅو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي 
هغه وايي میرسي فونډيشن په پام کې لري  په را تلونکي کې   پلازمني کابل او د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې هم اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي
 د اړمنو کورنۍ غړو چې دا مرستې یې ترلاسه کړي وي پر شتمنو  یې غږ وکړ چې د دوی د لاسنوي لپاره دې ورسره نورې مرستې وکړي.
هیله خیریه بنسټ له د وړاندې هم زرګونو اړمنو کسانو ته د نورو بنسټو په همکاري  بې وزلو کورنۍ سروې کړي او بیا ورته مرستې رسولي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته