پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د بزګر مېله ولمانځل شوه
نیټه: Thu, 21 Mar 2019 11:35:47 +0000

 

دکرنې اومالدارۍ رییس دې مراسمو ته په ویناکې وویل چې تېرکال يې د۹۵سلنه بودیجي په مصرف دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼي پروژي پلي کړي او ځيني يې اوس هم ترکار لاندې دي .
ننګرهاروالي د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د زیتونو،ستروسو او خرماو لپاره دې د ننګرهار له مناسبي اب او هوا نه په ګټي اخیستني دې برخې ته پام ډيرکړي او ننګرهار دې د هیواد په کچه په نمونه يې ولایت بدل کړي .
خو دکانال رئیس په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د ودې پر وړاندي د ځينو ننګونو یادونه وکړه او د بزګرانو نیوکه بیا دا وه چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې بزګرانو ته وړاندې شوي خدمات بسنه نه کوي.
په ټوله کې سږني مراسم د تیرکال په پرتله کم رنګه وو او دخلکو په باور چې ناامنۍ په دې ولایت کې د نوي کال او د بزګر په دودیزه میله سیوری غوړولی وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته