پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د کورنيو تولیداتو کلنی نندارتون پرانیستل شو
نیټه: Thu, 28 Mar 2019 12:16:28 +0000

 

 ‎د کورنيو تولیداتو کلنی نندارتون سږ کال ننګرهار کې د دري ورځو لپاره جوړشوی.

 پدې نندارتون کې د کورنيو تولیداتو سل غورفي ځای پرځای شوي چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه ده.

 د صنعت کارانو اتحاديي مسولين وايي د بريښنا نشتون ، نا امني او د بهرنیو تولیداتو د واردیدونکو توکو شته قراردادونه يې د صنعت پر وړاندې لوې خنډونه دی.

خو ولایتي چارواکي وايي راتلونکي کال به د بريښنا دکمښت ستونزه د سل ميګاواټه لمریزې بريښنا په جوړیدو سره حل شي.

دنندارتون ګ‌‌‌‌‌‌‌ډونوال وایي خوښ دي چې کورني تولیدات پيري او له نورو خلکو هم غواړي چې د بهرنيو تولیداتو پرځای دې له کورنيو تولیداتو ګټه واخلي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته