پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دنارنج ګل په نوم دبايسکل ځغلولو سيالۍ پيل شوي
نیټه: Tue, 09 Apr 2019 12:25:13 +0000

 

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د نارنج ګل په نوم د بایسکل ځغلولو سيالي پيل شوي، چې ۱۲۰ لوبغاړو  تر ګمبيرې دښتې پورې به په سرعت سره څلويښت کيلومتره فاصله طی کړي.
دغه سيالي، چې د وري په شلمه د ولايتي شورا غځيدلي سړک څخه پيل شوه پر مهال یې ګڼ شمیر چارواکو او د ورزش مينوالو برخه اخیسته وه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل  ورزشکارانو ته زيری ورکړ چې په دې ولایت کې به ډېر ژر د ورزش يو لوی کمپلکس جوړ شي، چې د هېواد په کچه به په کې ژمنۍ لوبې تر سره کيږي
په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير وويل، چې له دې سیالۍ څخه يې موخه د سولې، امن، يووالي او ورورلۍ پيغام وړاندې کول دي
له مرکز څخه د ورزش راغلو مسئولينو وويل، چې د بېلابېلو ولايتونو ۱۲۰ تنو ورزشکارانو د نارنج ګل په نوم د بايسکل ځغلونې په سیالۍ کې برخه اخيستې، چې څلويښت کيلومتره مزل به کوي.
نوموړي زیاته کړه دې ولایت ته يې د راتګ موخه د سولې پیغام راوړل دي څو ټولو ولسونو ته دا ورسوي، چې د سولې رواستو پرته پرمختګ نه رامنځته کیږي باید په ګډه ورته کار وکړو.
د یادونی وړه چی په یادو سالیو کی د کابل لوګر بامیان او ننګرهار ولایت لوبغاړو برخه احیستی وه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته