پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کرکټ نړۍ وال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه
نیټه: Mon, 22 Apr 2019 12:57:00 +0000

 

افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه .
ملي لوبډلې ته د څو ورځو خپګان وروسته له دندې ګوښه کړای شوی پخوانی کېپټان اصغر افغان او له ټپونو نسبتاً روغ شوی تېز بالر حمید حسن هم له نږدې ۲ کلن انتظار وروسته بېرته ملي لوبډلې ته راستانه شوي‌دي.
د کپټان ګلبدین نایب تر څنګ په نورو لوبغاړیو کې حضرت‌الله ځاځی، شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، رحمت‌شاه زرمتی، حشمت‌الله شهیدي، اصغر افغان، سمیع‌الله شینواری، نبي عیسی‌خېل، راشدخان ارمان، مجیب ځدران، نجیب ځدران، افتاب عالم، حمید حسن او دولت ځدران شامل دي.
د انګلستان او ویلز هېوادونو په کوربه‌توب ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې می میاشتې په ۳۰مه نېټه د کرېکټ نړۍ د ۱۰ غورو لوبډلو په شمول پیلېږي.
د یادونې وړ ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د روانې (اپریل) په ۲۹مه د سویلي افریقا له تمریناتي کمپ څخه هېواد ته راستنېږي او بیا به نړۍوال جام کې له ګډونه مخکې د سکاټلنډ او ایرلنډ خلاف د دوه ـ دوه ۵۰ اوریزو لوبو له‌پاره دې هېوادونو ته په سفر ولاړه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته