پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې یوې فابریکې د بهرنیو تولیداتو مخه ډب کړې
نیټه: Wed, 24 Apr 2019 11:41:25 +0000

  

ننګرهار کې دا فابریکه له تېرو لسو کالونو راهیسې فعاله ده چې پکې کورني کاروونکي المونیمي لوښي جوړېږي.
شاوخوا سل تنه دلته پر کار بوخت دي چې ډېری یې ځوانان دي، د دې فابریکې کارګر د دغو تولیداتو کیفیت د سیمې په کچه ښه بولي او وايي، له بهرنیو تولیداتو یې بازار نیولی دی.
د کورنیو المونیمي لوښو اخیستونکي خوښ دي چې د ګاونډیو له احتیاجه خلاص شوي او په هېواد کې دا توکي اخلي چې بازار یې هم ښه ګڼي.
پر دې فابریکې شاوخوا شپږ سوه زره امریکايي ډالره لښګت راغلی، بنسټګر یې هیله مند دی که حکومت ورته د برېښنا او خامو موادو په برخه کې اسانتیاوې ورکړي ؛نو دا فابریکه به پراخه کړي چې ګڼو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.
په ننګرهار کې لسګونه صنعتي فابریکې شته ؛خو په دې ولایت کې د پانګوالو پر وړاندې د برېښنا کمښت او نا امني لویه ستونزه ګڼل کېږي چې که اوارې شي ؛نو پانګونه به د پام وړ ډېره شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته