پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لسګونو زده کوونکو د عملي زده کړو په موخه د شایق رسنیز مرکز څخه لیدنه وکړه
نیټه: Thu, 25 Apr 2019 13:38:00 +0000

 
ننګرهار کې د ژورنالیستانو ملي ټولني لسګونو زده کونکو د شایق رسنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
 پدې لیدنه کې یاد زده کوونکو  ته د شایق رسنیز مرکز مسولینو له لوري د دغه مرکز په اړه بېلابېلو برخو کې  معلومات ورکړل شول.
 په دغه لیدنه کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې زده کوونکو د شایق رسنیز څخه مننه وکړه چې په ژورنالیستکه برخه کې ځوانانو ته خپله غیږ پرانستی ده.
 دوي ننګرهار کې د نورو رسنیو له مسولینو غوښتنه وکړه چې د ژورنالیزم په عملي برخه کې دې ورته لا ډير اسانتیاوې برابري کړي.
ختیځ کې د ژونالستانو د ملي ټولني مسول شیرشاه همدرد وايي  چې شایق رسنیز مرکز تل ځوانو ژورنالستانو سره په بېلا بېلو برخو مرسته کړي ده.
نوموړی وویل له رسنیو څخه لیدنه کولي شي چې ځوانو ژورنالستانو سره په عملي ډګر کې مرسته وکړي.
ختیځ کې د شایق رسنیز مرکز مسول انجینر شفیق الله شایق له ژونالستانو غوښتنه وکړه چې له یادې رسنۍ سره د خپرونو د لا  ښه والي لپاره دې ورسره خپل وړاندیزونه  او نظرونه شریک کړي .
نوموړي وايي شایق رسنیز مرکز د ځوانانو د علمي کچې د  لوړتیا په موخه هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
هیره دې نه وي چې شایق رسنیز مرکز هم ګڼ ژورنالستان روزلي دي چې او سمهال د هیواد په بېلا بېلو رسنیو کې په کار بو خت دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته