پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغان کرکټ ملي لوبډله اروپا ته ځي
نیټه: Tue, 30 Apr 2019 11:45:57 +0000


 
افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د مې مياشتي په څلورمه نېټه اروپا ته سفر پیلوي.
دا خبرې افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک کړې دي.
هغه همدا شان ویلي چې یاد لوبغاړي به هلته له سکاټلنډ او ایرلنډ سره لوبې ولري چې د مې په ۸مه او ۱۰مه نېټه به له سکاټلنډ سره لوبې او په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه به له ایرلنډ سره لوبې وکړي.
دا سفر وروسته له هغه دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر ۲۴ ورځني سفر وروسته د شنبې په ورځ بېرته هېواد ته ستنه شوه.
افغان ملي کرکټ لوبډله جنوبي افريقا ته د تمرین په هدف تللې وه.
د دې سفر په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د غوراوي کمېټې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړ چې درې احتياطي لوبغاړي هم په‌کې شامل دي.
هوتک زیاته کړه چې افغان کرکټ لوبډله به د اروپا په بېلابېلو برخو کې د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې وکړي او له بشپړ چمتووالي سره به په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته