پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د تورخم جلال اباد دوهم لين سړک له کلونو راهیسي ناجوړه پاتي دی
نیټه: Tue, 30 Apr 2019 12:40:04 +0000

 

د تورخم جلال اباد دوهم لین سړک چې د جوړیدو ذمه واري يې د پاکستان حکومت په غاړه اخیستي  پیل شوي کارونه له تیرو نږدې دریو کالو راهیسي ځنډيدلي. 
تورخم ته غزیدلی دا لومړنی سړک هم د یو بل مرستیال د نشتون له کبله کنډواله کيدونکی دی.
ددې لوي لاري مسافرین وايي پدې یو طرفه سړک تګ راتګ يې ځکه ژوند ته ګواښ دی چې د لویو او وړو موټرو دتګ راتګ له امله پرې هره ورځ ترافیکي پیښي رامنځ ته کيږي او له دواړو حکومتونو د سړک ژر جوړیدل غواړي. 
دننګرهار ولایتي شورا هم د تورخم دوهم لين سړک په ځنډنیو چارو نیوکه لري او رغيدل يې لویه اړتیابولي.
دولایتي شورا مرستیال عبیدشینواری وايي که د یاد سړک جوړوونکی شرکت يې په خپل وخت د جوړیدو توان نلري نو قرارداد دی يې فسخه او یو له بل شرکت سره دې قرارداد لاسليک شي. 
له پوره څلور ورځي انتظار وروسته هم پدې تړاو د سړک جوړوونکي شرکت له مسؤلینو او  هم دپاکستان قونسلګرۍ دمسؤلینوپه نظر اخیستووبریالي نشو خو دننګرهار دټولګټو چارو ریاست مسؤلین يې په اړه وايي چې موضوع يې څو ځله د شرکت له مسولینو سره شریکه کړي او تمه ښي چې د کوچني اختر وروسته به يې چارې پیل شي. 
د دوهم لين سړک رغول شوي ځيني برخي او پلونه هم له وخته وړاندې سیلابونو زیانمن کړي اوکه د شرکت مسؤلین يې د رغېدو لپاره ژر لاس پکار نشي نو د تورخم جلال اباد دوهم لين سړک دا کوچني ټپونه نورهم لويداشي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته