
دا پانګونه د جلال اباد ښار شمال لور ته د فارم هډې سیمې د کانال ریاست اړوند په وچه ځمکه کې شوي ، چې له مخې يې د کلونو کلونو راهیسي پرته شاړه وچه ځمکه په کرنیزه ځمکه بدله شوي .
د دغه ځمکو اوبوخور د څاګانو څخه د سولر په وسیله ترسره کیږي ، چې دمګړۍ په کې د بیلابیلو سبزیجات او میوې کرل شوي .
پانګوال وايې يادې ځمکې يې د پنځو کلونو لپاره له حکومت په کرنیزه برخه کې د پانګونې د ترسره کولو په موخه په قرادادي شکل نیولي .
د دوې په خبره دوي او حکومت ته د ګټې د رسیدو سربیره يې ګڼ شمیر بې روزګار ځوانانو ته په کاري زمینه هم برابره کړي ده .
په يادو ځمکو کې په کار بوخت ځوانان له نورو پانګوالو هم غوښتنه کوي ، چې په یاد ولایت کې دې د دغه پانګوالو په څير په کرنیزه برخه کې پانګونه وکړي ترڅو بې روزګاره وګړو ته په کې کاري زمیني برابري شي.
ځای خلک بیا په کرنیزه برخه کې د کرنیزه حاصلاتو ته ته خوښ دې او وايې چې دغه چاره د کرنیزه تولیداتو په برخه کې مو ځان بساینې لور ته نږدي کولاي شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايې په تېرو څو کلونو کې د سولري اوبه خور او نورو سیستمونو ۶۶ هکتاره ځمکه خړوبه کړې چې له جملې يې ۳۰۰۰ هکټاره وچه ځمکه ده .
د دوې په خبره لا هم د اوبو دمدیریت د سیستم د برابرولو په موخه يې د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې کارونه روان کړي او هڅه يې دا ده چې پاتې ځمکې هم خړوبې کړي.
د چارو کارپوهان په دې باور دې که حکومت د وچو او شاړو ځمکو د ابادولو لپاره پانګوال وهڅوي نو له مخې به يې شاړې ځمکې حاصل ښیزه او د حکومت بودیجې ته د يواندازه عاید ترڅنګ به ګڼ شمیر بې روزګاره وګړو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
|