
په ياده مشاعره کې د سولې په تړاو شعرونه وویل شول او د شاعرانو غږ د ممبر غږ وبلل شو او ترې غوښتنه وشوه چې په خپلو شعرونو کې مثبت پیغامونه د شعر په ژبه ولسونو ته ورسوي.
دوي همداراز په طالب وسله والو هم غږ وکړ چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي او اوربند دې اعلان کړي
دغه مشاعره د سولې ترسرلیک لاندې د ويښو ځوانانو د ټولنې په نوښت جوړه شوې وه چې بیلابیلو شاعرانو په کې د سولې په تړاو شعرونه وویل شول.
د دغې مشاعرې ګډونوال وايې افغان ولسونه له جنګ جګړو ستړي شوي او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه دا ده چې له دغه زرین فرصت څخه په ګټنې دې د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي او اوربند دې وکړي .
په همدې حال کې په ياده مشاعره کې ګډون کوونکې مولوي د شاعر غږ د ممبر غږ یاد کړ او له شاعرانو يې غوښتنه وکړه چې د سولې او ټيکاو په اړه دې مثبت پیغامونه د خپلو شعرونو له لاري ولس ته ورسوي .
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سولې مشورتي لویه جرګه د اوږدو بحثونو وروسته پای ته رسیدله او ګډونوالو يې د سولې او ټيکاو په اړه بیلابیلې طرحې او وړانديزونه له حکومت سره شریک کړي دې .
|