پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز کلکسيون او نندارتون جوړ شو
نیټه: Sat, 04 May 2019 12:48:26 +0000

 

دا د ننګرهار پوهنتون له لوري جوړ څیړنیز کلکسیون چې په کې د ننګرهار پوهنتنو په ګډون په دې ولایت کي دنورو خصوصي پوهنتونونو محصلینواو استادانو خپلي بریالۍ څېړنۍ ننداري ته وړاندي کړي. 
د ننګرهار پوهنتون رییس وايي له دې کلکسیون نه يې موخه ریسرج یا څيړنو ته د محصلین هڅول او د ترسره شوو څيړنو له امله پرتو ننګونو ته د حل لار موندل دي. 
استاد اسماعيل یون د څيړنیز کلکسیون جوړول محصلینو او استادانو دواړو ته ګټور بولي اوپه وینايي چې دا ډول څيړنیز کلکسیونونو جوړول کولی شي چې د نظري زده کړو ور وړاندي دمحصلینو عملي او کار برخه هم پیاوړي کړي.
هغه محصلین چې د علمي څېړنو په ترسراوي کې يې برخه اخیستي وايي د څېړنو لپاره داړتیاوړ ټولو موادو نشتون لویه ننګونه ده خو که پوهنتونونه يې په دې برخه کي اړتیاوي پوره کړي نو په بېلابېلو برخو کې يې د علمي څيړنو د ترسراوي توان لري 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته