پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په بیلا بیلو ولایتونو کې به د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي
نیټه: Wed, 08 May 2019 11:19:14 +0000


 

د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې طرحې له جوړېدو خبر ورکوي چې پر بنسټ به یې په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره باغونه جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ويلي چې دغه طرحه د بشپړیدو  په حال کې ده.

نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي.

د کرنې وزارت وايي، د یادو باغونو په جوړېدو سره به د بڼوالو اقتصادي وضعیت هم بدلون وکړي او هېواد ته له نورو هېوادونو د خرما واردات به هم راکم شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته