پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې شاتو مچيو له کاروباریانو نا قانونه پيسي اخيستل کږي
نیټه: Mon, 20 May 2019 12:37:22 +0000

 

په ننګرهار کې د شاتو مچیو کاروباریان د بیلابیلو ستونزو سربیره د لیږد پرمهال ترېنه د ناقانون پېسو اخستنې سرټکوي .
دوي يادې ستونزې دوشنبه د شاتو مچیو د نړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې وکړي .
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین تريوه برید شته ستونزې منې او حل ژمنه کوي 
دلته شاتو مچیو د نړیوالۍ ورځّي په مناسبت راټول شوي د شاتو مچیو کاروباریان وايې د شاتو د فابریکو نشتون، د بوتلو کمښت ، د شاتو لپاره د مناسب بازار نه شتون سربیره د لیږد پرمهال ترینه د امنیتي کسانو له لوري په غیري قانوني توګه د پېسو اخستنه د دوې د کاروبار پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده .
خو د شته ننګونو او ستونزو سره سره په ننګرهار کې د شاتو مچیو اتحادې مسولین وايې چې اټکل کیږي چې سږ کال به په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو څخه پنځوس ټنه عواید لاسته راشي .
د ننګرهار د کرنې او مالداري ریيس هم تر يوه بریده شته ستونزې منې او د حل په برخه کې د هڅو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي .
د شاتو د مچیو د برخې کارپوهان په ختېځ کې ننګرهار د شاتو د مچیو د تولید لپاره ځکه مناسب ولایت ګڼې چې په خبره يې له یوې خوا په کې بیلابیل ډوله ګلان شته او له بله پلوه دغه ولایت د ګرمو او سړو بیلابیلو سیمو لرونکي ولایت دی .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته