پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې بزګران او باغدران له ستونزو سره مخ دي
نیټه: Mon, 20 May 2019 12:44:43 +0000

 

 

د هرات ولایت یو شمیر باغدران وايي چې په دې ولایت کې د معیاري د سړو خونو د نشتوالي له امله یې کابو نیمې میوې له منځه ځي.

خو د کرنې ریاست چارواکي وایي دا اداره د نورو نړیوالو ادارو سره  په ګډه هڅه کوي چې په معیاري ډول سړي خونې جوړ کړي.

له لسو کالو زیاته موده کې  کیږي چې په هرات ولایت کې د یو لوی سړي خونې د بنسټ ډبره ایښودل شوي خو تر اوسه دا پروژه د نامعلوم دلایلونو له امله پاتې ده.

د هرات ولایت اکثره میوې چې نړیوال شهرت هم لري د سړو خونو د نشتوالي له امله یا له منځه ځي او یا هم په کمه بیه پلورل کیږي .

دلته یو شمیر باغدران او بزګران سره راټول شوي چې پر حکومت د سړو خونو د نه جوړولو له امله نیوکه کوي او ټینګار کوي چې د محصولاتو د پلور لپاره د معیاري ځای د نشتوالی له امله ستونزو سره مخ دي.

تمه ده چې په هرات ولایت کې د ۵ زره ټنو  په ظرفیت یوه سړه خونه چې ۱۹۲ میلونه افغاني پرې لګښت راځې جوړه شي.

په همدې حال کې مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي په دې عقیده دي چې حکومت ددې سړې خونې د جوړولو لپاره یوازې ژمنې کړي خو په عمل کې څرک نه لیدل کیږي او ډیر باور دا کیږي چې ځینې مافیايي کړۍ ددې سړي خونې د جوړیدو مخنیوي کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته