پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: ننګرهار کې به ۱۳۱ پروژې تطبیق شي
نیټه: Wed, 22 May 2019 11:54:43 +0000


 
د ننګرهارولایتي چارواکو قومي مخور رابللي او پدې ولایت کې ورته په سږنې کال کې د ټولګټو پروژو د پلي کیدا په تړاو مالومات ورکوي 
چارواکي وايي سږکال به د ننګرهار په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو کې د۲اعشاریه ۷میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳۱ټولګټي پروژې تطبیقوي خو وايي  لومړیتوب د هغو دی چې په تیرو څو کلونو کې پکې دجګړو له امله  هیڅ رغنیزي پروژې ندي پلي شوي. 
دوی له یادو پروژو پرته په ځينو ولسوالیو کې دیوشميرنورو پروژو د پلي کيدا ژمنه کوي  خو ولس يې په ژمنو باور نلري. 
قومي مخور وايي ترهغې چې د ژمنه شوو پروژوعملي چارې يې نه وي ليدلي دچارواکو دا ژمني خیال او دوي ته د باور وړ ندي. 
له بی باوریو سره بیاهم د خلکو غوښتنه داوه که یادي پروژي پلي کيږي نو مسؤلین دې د شفافیت لپاره ترې منظمه څارنه وکړي ځکه چې په وینا يي تیرکې هم پدي ولایت کي د ګڼو رغول شو پروژو عمرله ټاکلي وخته دپروژو په تطبیق کې د فساد له امله کم وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته