پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هیلې خیره بنسټ بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړه
نیټه: Thu, 23 May 2019 12:02:14 +0000

 

ننګرهار کې د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د ۴۰ اړمنو کورنیو سره د جامو او د پشه خانو مرسته ترسره شوه. 
دغه مرستې چې  د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د بې وزلو کورنیو سره ترسره کیږي دیوې خیریه موسسي او ځینو شتمنو کسانو لخوا لګښت ورکړل شوی دی. 
دغه مرستې چې پر ۴۰ بې وزلو کورنیو وويشل شوي د هیلې خیرې بنسټ په همکاري راټولې شوې وی.
د هیلې خیریه بنسټ استازي فرید الله صا حبزاده وویل چې هیلې خیریه بنسټ تر دې وړاندي هم داړمنو کورنیوسره ورته مرستی تر سره کړي. 
هغه وویل هیله بنسټ هڅه کوي چې د نورو خیریه بنسټونو پرمټ مرستې را ټولي او په اړمنو کورنیو باندې ووېشي.
بلخوا یو شمیر کورنۍ چې یادي مرستي تر لاسه کړي له سودا ګرو غوښتنه کوي چې د روژی په  میاشت کې دې ورسره خپلې مرستي کړي.
هېره ده نه وي چې هیله خیریه بنسټ له دې وړاندې په سلګونو نورو کورنیو سره د نورو بنسټونو په همکاری مرستي کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته