پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د پاکۍ ګډ اشر ترسره شو
نیټه: Sat, 01 Jun 2019 12:26:22 +0000


 
د ننګرهار لومړۍ درجه حکومتي چارواکي او د مدني ټولنو غړي د هغه حشر برخه وال دي چې پکي دننګرهار دسیمه ایز روغتون دپاکۍ چاري ترسره کېږي. 
ننګرهار والي وايي که دپاکۍ لپاره داډول حشرونه عام شي نو دپاکۍ ترڅنګ به يي په روغتیايي وضعیت هم اغیز ښه وي. 
دمدني ټولنو غړي وايي اشر دافغان کلتور یو له مهمو برخو دی چي په تیر کي يي هم پرمټ په کم وخت کې لوي کارونه ترسره شوي خو اوس يې دود کم شوی. 
دوی وايي چې د دا ډول حشرونو په ترسراوي به له یوي خوا دپاکۍ چاري پرمخ لاړي شي او له بل خوا به دحشرونو دودبیا تازه شي. 
دننګرهار دعامي روغتیا ریاست چارواکي خوښ دي چي چارواکو او دمدني ټولنو غړو ورسره دروغتون په پاکۍ کي برخه اخیستي. 
دعامي روغتیا رییس دمدني ټولنو له غړو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې له دوي سره همکارۍ ته دوام ورکړي. 
تردې وړاندې هم د جلال اباد ښار دپاکولو لپاره داډول حشرونه ترسره شوي. 
او باور هم دادی که دښار پاکۍ لپاره له ښاروالۍ سره دهمکارۍ په ډول ولسي حشرونه دوام وکړي نو دښار په پاکۍ به يي اغیز ښه وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته