پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: ډېر ژر به د حجز او حبس د بديلون د تطبیق لړۍ پيل کړي
نیټه: Sun, 02 Jun 2019 11:33:33 +0000

 

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو د تطبیق لړۍ پيل کړي

چارواکي زیاتوي د محبوسينو د نوې طرحې له مخې هغه مجرمين، چې جرمونه يې سنګين نه وي او له پنځو کلونو په کم عمر په بند محکوم شوي وي؛ نو د ضمانت پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې په خدماتي کارونو وګمارل شي

ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وايې ډیر ژر به د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو د تطبیق لړۍ پيل شي.

نوموړي زیاتوي د محبوسينو د نوې طرحې له مخې هغه مجرمين، چې جرمونه يې سنګين نه وي او له پنځو کلونو په کم عمر په بند محکوم شوي وي؛ نو د ضمانت پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې په خدماتي کارونو وګمارل شي؛ ترڅو له يوه پلوه پرې د جزاء حکم تطبیق شي او له بله پلوه يې کورنۍ او ماشومان بې سرپرسته پاتې نشي.

د ننګرهار استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده وايې د ننګرهار والي په همکارۍ يې د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو تطبیق په موخه لیستونه ترتيب کړي او ژر به يې عملي چارې پيل شي.

هغه زيآته کړه، چې د دې قانون له مخې هغه بنديان، چې د عادي جرمونو له امله د محکمې له لوري د پنځو کلونو څخه کم بند ورکړل شوی وي، په قتل، تروريستي پېښو، تروريزم ملاتړ، اداري او مالي فساد، جنګي، تکراري جرمونو، ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي، نشه يي توکو قاچاق، انسان تښتونې او يو شمېر نورو قضيو کې ښکېلتيا ونلري، د ياد قانون د تطبيق څخه برخمن کېدای شي.

تر ډيره ویل کیږي چې یاده طرحه په بندېخانو کې د بندیانو د حجم د کمښت په موخه جوړه شوي، چې له مخې به يې له يوې خوا د بندیانو په شمیر کې کمښت راشي له بله پلوه به د خدمتي کار سربیره د يو شمیر کورنيو د بې سرپرسته کیدو مخه ونیول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته