پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کرام الدین کریم یو ميلیون ډالر جریمه شو
نیټه: Sun, 09 Jun 2019 11:25:25 +0000

 

 لویه څارنوالي وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مخکني مشر کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړی دی.

لویې څارنوالۍ د یادو تورنو تر لګېدو ورسته د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د څلورو نورو غړو دندې وځنډولې.
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او پر هغه یې د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی.

لویه څارنوالي وايي، هر کله چې نوموړی د امنیتي او کشفي ارګانونو لخوا ونیول شي د ټاکل شوي پلاوي لخوا تر څېړنو وروسته به یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
لویې څارنوالۍ د یادو تورنو تر لګېدو ورسته د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدارسیون د څلورو نورو غړو دندې وځنډولې.

د افغانستان امنیتي او کشفي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د فوټبال نړیوال فدارسیون یا«فیفا» هم نوموړی د یادو تورونو له امله د تل لپاره د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه منع کړ او ترڅنګ یې څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر نقدي جریمه کړ.

د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان وکړ چې کریم ددې فدراسیون د اخلاقي مقرراتو ٢٣ او ٢٥ مادې د خپل کاري موقف نه په ناوړه استفادې ماتې کړې دي.
د افغانستان امنیتي او کشفي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته