پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل
نیټه:

 

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله
د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاتې لسو لوبغاړو ته چې اوس مهال په نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به ورته کورونه تسلیم شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته