پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې دهندواڼو حاصلات بيساري دي
نیټه: Sat, 15 Jun 2019 11:35:35 +0000

 

ننګرهار ولایت کې سږکال په زیاته کچه هندواڼې کرل شوې، چې د تیرکلونو په نسبت یې حاصلات هم بیساري دي.
په همدې حال کې کروندګر د هندواڼو لپاره د مناسب بازر د نشتون له امله سرټکوي او له حکومت په ياده برخه کې د مرستي غوښتنه کوي. 
د کرنې ریاست مسولین یاده ستونزه مني او د بازار موندنې په برخه کې ورته د لازمو اقداماتو د ترسره کیدوخبره کوي .
په ننګرهار کې د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ د هندواڼو کښت سږکال هم بیساری دی. 
 دننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال په دغه ولایت کې په شپږ ویشت زره هکتاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي چې حاصل يې سل زر میټریک ټن ته رسیږي او د پاکستاني هنداڼو د وارداتو مخه یې نیولي.
په ننګرهار کې بیا د نورو سیمو سربیره د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د هندواڼو په حاصلاتو کې بې مخینې زیاتوالی ښیي. 
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب وايي د دغه ولسوالۍ مخکې ناامنه وه او د کرنیزه حاصلاتو څخه په زیاته اندازه ګټه مخکې وسله والو مخالفینو ته تلله چې اوس باامنه شوي او عاید د حکومت بودیجې ته ورځي. 
کروندګر وایي، د هندواڼو کرکیلې د کوکنارو او نورو نشهیې توکو له کاروبار خلاص کړي او اوس مهال په خپل ځمکو هندواڼې کرلې خو د مناسب بازار نشتون يې پر وړاندې پرته یوه ستره ننګونه ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین یاد ستونزه مني او د حل په برخه کې د جدي اقداماتو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي . 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر نورو سیمو کې هم د هندواڼو د ښو حاصلاتو ترڅنګ ورته د مناسب مارکیټ د نشتون یاده شوي، په وخت وخت حکومت په یاده برخه کې د کوټلو ګامونو د اخستو یاده کړي خو تراوسه نه دې برلاسي شوي چې ياده ستونزه له منځه یوسي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته