پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې کروندګروته شني خونې جوړي شوي
نیټه: Mon, 17 Jun 2019 12:08:10 +0000

 

د ننګرهار  په بیلابیلو ولسوالیو کې د کرنې ریاست له لورې پنځه سوه پنځوس غټي او وړي شني خونې جوړي شوې ، چې تر یوه بریده يې د بهرنیو یا هم ګاونډې هیواد پاکستان د کرنیزه حاصلاتو مارکیټ خپل کړي.
  د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په یادو شنو خونو په هرې يوې له ۷۰ زره افغانیو نیولي تر څلور سوه زره افغانیو لګښت راغلي. 
هغه کروندګر چې شنې خونې ورته جوړي شوې تر ډيره يې د کرنیزه حاصلاتو خوښ دې خو زیاتوي که بسندویه مرسته ورسره وشي ، اصلاح شوي تخمونه او نور اړین امکانات په لاس کې ورکړي په بشپړه توګه به په مارکیټ کې د بهرنیو کرنیزه حاصلاتو مخه ډپ کړي. 
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايې د کرندوګرو د اقتصاد د پياوړتیا په موخه يې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې شنې خونې جوړي کړي او هڅه کوي چې دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي. 
د دوي په خبره تر ډيره کروندګر ته د شنو خونو په برخه کې عامه پوهاوي نه دې شوي او ډير ژر به په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرام هم په لاره واچوي. 
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین همداراز کروندګرو ته د شنو خونو په برخه کې د لا مرستو د ترسراوي ډاډ ورکوي . 
د ننګرهار بزګران د شونو خونو پر مټ  اوس کولای  شي چې په هر موسم کې   د اړتیا وړ سبزیجات بازار ته وړاندې کړي.
شنو خونو حاصلاتو د ننګرهار ولایت د سبزیو له پلوه د ځان بساینې ترڅنګ پلازمینه کابل  او یو شمیر نورو ولایتونو ته د پلور لپاره لیږدول کیږي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته