پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۲۱ بابه ښوونځيو ته ودانۍ جوړيګي
نیټه: Mon, 17 Jun 2019 12:18:21 +0000

 

سږ کال په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوويشت بابه ښونځيو د ودانیو سربیره ګڼ شمیر نورې رغنیزه پروژې پلې کیږي. 
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايې د کلیو پراختیا ورازت له لورې په دغه ولسوالۍ کې په پوهنیزه ډګر کې د يوې شمیر پروژو د پیل کیدا سربیره يووېشت بابه ښوونځيو لپاره به ودانۍ جوړي شي. 
د چاردهي سیمي سړک ، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې ، د اوبو رسونې شبکو، د کرنې په برخه کې اړینې او يو شمیر نورې رغنیزه پروژو پلې کیدل هغه څه وو چې ، بټي کوټ ولسوالۍ ته یو شمیر سیمه یزه چارواکو د خپل سفر په لړ کې رسنیو سره شریکي کړي. 
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مخورو يادو پروژو د پیل کیدو له امله خوښي وښوده او زیاته يې کړه یادې پروژې بسندویه نه دې او لا هم په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې ، روغتیا او رغنیزه برخه کې زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي 
د یادونې وړ ده  چې بټي کوټ ولسوالۍ د ننګرهار یوه مرکزي ولسوالۍ  ده چې د اوږدې ناامنۍ وروسته باامنه شوي او دا لومړي ځل دی چې په یاده ولسوالۍ کې د ګڼو رغنیزه پروژو د پیل کیدو خبر ورکول کیږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته