پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ویګل دره کې خلک دژوند له لومړنیو اسانتيا وو بې برخي دي
نیټه: Thu, 20 Jun 2019 12:48:28 +0000

 

د ویګل دري د خلکو ژوند ساده ،سخت خو د امنیت له پلوه خوندي دی. 
دښځو پرسر ولور يې په نشت حساب دی .
دیوې میرمنې د ودولو پر سر یواځي څلور زره افغانۍ ولور اخیستل کيږي خو په نورو سیمو کې يې د انجونو د ورکړي اجازه نشته. 
ودونه يې هم دنورو سیمو په پرتله ساده ، اسانه او ډير لګښتونه پرې نه کوي.
ښځينه يې د نورو سیمو د ښځو په پرتله ډيرې غښتلي دي او په خپل کروندو کې په کار بوختي دي خو د تصویر اخستواجازه يې نشته. 
  د ځوانانو په سترګو کې يي سور رنګ وهل یوه ځانګړنه ده.
 وايي د سترګو سره کول يې سینګار او د سترګو سلامتي ده خو د سترګو له رنګولو پرته يې ځواني نیمګړي حسابوي. 
د ویګل دري غریزه سیمه په ځنګلونو پوښل شوې چې ځنګلونه يې د څیرونکو ځناورو هم خالي نه دي. 
ځایی خلک د نورو پشه یانو په څېر نه دي د پښتو ژبي سره بلدتیا يې په ټوله سیمه کې یواځي د څو کسانو شته.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته