پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: په ننګرهار کې به دنشه يي توکو کښت صفر شي
نیټه: Sat, 22 Jun 2019 13:54:19 +0000

 

چارواکي وايي د ننګرهار له ۱۶ هغو ولسوالیو چې کوکنار به پکي کرل کیدل په یولسو ولسوالیو  کې يې د کوکنارو کښت کم شوی.
ولایتي چارواکي  وايي که دنشه يي توکو سره مبارزه همداسې روانه وي نو په ټول ننګرهار کې به تر راتلونکي ۲۰۲۰ کال پوري دکوکنارو دکښت کچه صفر شي. 
دکرنې او کلیو او پراختیا ریاست چارواکې هم وايي د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې دکوکنارو کښت پکي کم شوی او یا اوس هم پکي دکوکنارو کرکیله شته دمخنوي لپاره يي بیلابیلي ټولګټي  پروژي پلي کوي او د کرني په برخه کې يي هم بزګرانو ته دکوکنارو بیلابیل بدیلونه په واک کې ورکوي. 
خو دهغو ولسوالیو بزګران چې دکوکنارو کرکیله په کې صفر شوي وايي حکومت سره يې د مرستواو ژمنو  په بدل کې دکوکنارو دنه کرلو ژمنه  کړي په خپلو ځمکو کې يې هیڅ کوکنار نه دې کرلي خو په وینايي حکومتي ژمني یواځي تر ژمنو پاتي دي. 
دچارواکو داڅرګندوني او د بزګرانو نیوکي په جلال اباد کې دامریکا غږاشنا راډيو ټلویزیون له لوري دنشه يي توکو سره دمبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډي او رول تر عنوان لاندې خبري کنفرانس کې وشوې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته