پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د غازي امان الله خان د مقبرې د رغولو چاري پیل شوي
نیټه: Thu, 27 Jun 2019 12:51:34 +0000

 

په جلال اباد کې  د شاه غازي امان الله مقبرې چارې د کلونو ځنډ وروسته پیل شوي او تر سلمې کليزې پورې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. 
ځای اوسیدونکي د شاه د مقبرې د رغیدو له اقدام خوښ دي خو له حکومت يې په اساسي ډول د جوړیدو غوښتنه کوي. 
لیکولان او فرهنګیان بیا د غازي امان الله خان د مقبرې جوړیدل بسندویه چاره نه بولې او له حکومت غواړي چې د مقبرې شاه او خوا دې هم داسې ورغوي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته راوګرځوي.  
دوی وايي حکومت دې د آزادې او خپلواکۍ د لمانځنې په پار د دری سوه اتیا میلیونو افغانیو د مصرفولو تېري شي او د غازي امان الله خان په پله دې قدم کیږدي او د هغه فکر دې تعقیب کړي.
د شاه غازي امان الله خان د مقبرې د جوړیدنې کارونه روان دې او ویل کیږي پنځه اتیا سلنه يي چارې بشپړې شوي دې . 
د مقبرې جوړونکي کار کوونکي شرکت مسولين وايي د مقبرې په ښه او اساسي شان رغولو او تاریخي ارزښت ساتلو اړخ ته يي پوره پام کوي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي د شاه غازي د مقبرې چاري رواني دې او ډير ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي . 
نوموړي زیاتوي چې د مقبرې جوړول يې موخه نه ده او په دې برخه کې به قدم په قدم وړاندي نورې رغنیزه چاري هم په راتلوونکي ترسره شي
 دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د غازې امان الله مقبره د کلونو راهیسي په وران ویجاړ شکل پرته وته او ویل کیږي چې د رارواني سلمي کلیزي په ویاړ به د يو شمیر لوړپوړو مسولینو له لوري ګټي اخستنې ته وسپارل شي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته