پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان هڅه کوي د بېړۍ چلونې صنعت رامنځ ته کړي
نیټه: Wed, 03 Jul 2019 12:07:36 +0000

 

دراپورونو له مخې دهند او ايران دبېړۍ چلولو یوه ډله د همکارۍ لپاره افغانستان ته راغلې.
یاده ډله د بېړۍ چلولو او له دې لارې د لېږد رالېږد سکتور افغانستان ته راغلې چې له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي. 
د ترانسپورت وزارت مرستیال امام محمد وریماچ ویلي افغانستان هڅه کوي د خپلې سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره د بېړۍ چلونې صنعت رامنځ ته او وده ورکړي. 
دده په خبره دا چاره به له چابهار بندر پيلېږي او تر هغه وروسته به د سیمې نورو بندرونو ته هم رسېږي. 
ایران او هند په ګډه په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته