پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې د ایمرجنګ او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د چمتووالي کمپ پیل شو
نیټه: Wed, 03 Jul 2019 12:25:58 +0000

 

د کابل په نړیوال او ایوبي لوبغالو کې نن د ایمرجنګ او له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو د چمتووالي کمپ پیل شو چې د روانې جولای میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې به دوام ومومي.
د دغه کمپ یوازېنۍ موخه د ایمرجنګ او له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د اسیا جامونو لپاره بشپړ چمتووالی او روزنه ده چې پکې به د ایمرجنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبغاړي وروزل شي.
د ویلو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې په سریلانکا هېواد او د ایمرجنګ لوبډلو اسیا جام سیالۍ بیا د روان کال په نومبر میاشت کې په بنلګه دېش هېواد کې ترسره کېږي.
د یادولو ده چې وړمه ورځ د افغانستان الف لوبډله هم د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې د پنځه یو ورځینو لېسټ اې او دوه څلورـورځنیو سیالیو په موخه بنګله دېش هېواد ته ولاړه.
دغه راز د یادونې وړ ده چې له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله د تېر اسیا جام سیالیو اتله لوبډله وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته