پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار په جنګ ځپلو ولسوالیو کې پروژې پیل کېږي
نیټه: Mon, 08 Jul 2019 11:50:32 +0000

 

په ننګرهار کې د ولسي تړون د پروګرام له مخې په روغتیا ، پوهنې او نورو برخو کې ګڼې پروژې پلې کيږي چې چارواکي يې موخه د فقر یا بیوزلې د کچې راټيټول دی. 
چارواکي وايي په ننګرهار کې به سږ کال د ياد پروګرام پرمټ ګڼو ښوونځيو ته نوی ودانۍ جوړي او په ولسوالیو کې د جنګ جګړو له امله تخریب شو مسجدونو د جوړیدو سربیره به ګڼ نور انکشافي کارونه ترسره شي
په همدې حال کې ځای اوسیدونکي ياد پروګرام ګټور بولي خو نیوکه کوي چې په ياد پروګرام کې متوازن انکشاف ته پام نه ترسره کیږي
د ولسي تړون پروګرام له مخې د ننګرهار په اتو ولسوالیو ، چپرهار ، خوږياڼي ، دوربابا ، دره نور ، سره رود، غني خيل ، کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې ټوټال ۳۸۴ پروژې پلې کيږي چې له مخې یې ۲۹۷ د تطبیق په حال کې دي . 
همداراز ویل کیږي چې جلال اباد ښار کې درې ناحیې د دغې پروګرام ترپوښ لاندې چې له مخې يي پنځه پروژې بشپړې شوي ، او ۱۷۲ د تطبیق په حال کې دې 
ویل کیږي د ياد پروراګرم له مخې به په دغه ولایت کې ۲۰۸ ښوونځيو ته نوي ودانې او په یوشمیر ولسوالیو کې به تخریب شوي شپږ شپیت مجسدونه هم بیا له سره ورغول شي. 
چارواکي وايي د يادې پروګرام له مخې به د پوهنې ، روغتیا او نورو بروخو کې ګڼې پروژې پلې شي چې په یادو برخو کې به ولسونو ته ګڼې اسنتیاوي برابرشي. 
چارواکي د ولسي تړون د پروګرام د پلې کیدا عمده موخه ښارونو ، کلیو او بانډو کې د فقر او بیوزلې د کچې ټيټول او بې روزګارو وګړو ته د کار زمیني برابرول بولي. 
په دي اړه ناهید سرابي د مالي وزارت مرستیاله وايي:
ناهید سرابي د مالي وزارت مرستیاله  (( زموږ د پرواګرام اساسي موخه د فقر د کچې ټيټوالی دی، ترڅو موږ وکولاي شو د دغه پروګرام پرمټ په هیواد کې د فقر کچه راکمه کړو)) 
دننګرهاروالي شاه محمود میاخیل وويل: (( د ۲۰۸ ښوونځيو د ودانيو پېسې رانتقال شوي دې دغو ته به نوې ودانۍ جوړیږي او همدراز به په یو شمیر ولسوالیو کې چې د جګړو له امله مسجدونه تخریب شوي بیا له سره به ورغول شي. ))
 په همدې حال کې ولسونه ياد پروګرام ګټور بولې خو نیوکه کوي چې په د یاد پروګرام د پلې کوونکو له لوري متوازن انکشاف ته پام نه کيږي او بیلابیلو سیمو کې په ناانډوله شکل کارونه ترسره کوي. 
دیادې ولسوالۍ قومي مشر ملک ولایت خان : (( هم د تعلیم په برخه کې هم د صحت په برخه کې هم د چاپیریال په برخه کې زموږ غوښتنه دا ده چې کار وشي ))
قومې مشر حاجی ګلمیران دولتزي وويل: (  اوس پورې چې دوي وعدي کوي زما په نظر هغه اندازه کار نه دې شوي ، نه توازن ساتل شوي او د ټولو ولسوالیو ته په مساوي اندازه کار نه دی شوي)
د کلیو او پراختیا وزارت د ولسي تړون د پرواګرم عملیاتي رييس مختار غفارزوي د متوازن انکشاف د نشتون خبره نه مني او زیاتوي چې د اولیتونو په نظر کې نیولو سره د ولس په خوښه دوي خپل پروګرامونه پلې کوي.
د کلیو او پراختیا وزارت د ولسي تړون د پرواګرم عملیاتي رييس مختار غفارزوي: ( دلته د مکاتبو پروژه ده د خلکو په غوښتنه تر کار لاندې ده ، د کاس زر د برښنا پروژه ده هغه هم د خلکو غوښتنه ده ، موږ د کوچنیانو پروژي د تطبیق تر کار لاندي ده )
 د يادونې وړ ده د ولسي تړون پروګرام له مخې په کلیوالو ، بانډو او ناحیوي کې ولسي شوراګانې هم جوړیږي چې په یادو پروژو کې برخه واخلي او د پروژو پلې کوونکو ته خپل اولیتونه ورپه ګوته کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته