پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ښېوې ولسوالۍ کې ۱۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت دسړک جوړیدو چاري پیل شوي
نیټه: Tue, 09 Jul 2019 11:48:49 +0000

 


ننګرهار په ښيوي ولسوالۍ کې د څه باندې سل میلونه افغانيو په لګښت دولس اشاریه شپږکیلومتره سړک دجوړیدوچارې پيل شوي.
‎دننګرهار ښيوي ولسوالۍ دکچړۍ په سیمه کي دهغه سړک دپخیدو چاري پيل شوي چې څلور کاله وړاندي په ټپه درول شوې وې.
‎دننګرهار والي شا ه محمود میاخېل  ددي سړک دچارو دپیل په مراسمو کي وویل ((داڅلورویشت کیلومتره سړک چې نیمایی څلور کاله وړاندي جوړشوی و دپاتي دولس اشاریه شپږکیلومتره سړک دجوړیدو چارې  يي پيل شوي چې ديوسل او یو څلویښت میلونه افغانيو په لګښت به يي دنهه میاشتو په موده کې چاري بشپړي شي))
‎چارواکي وايي داسړک چې دکچړۍ له سیمي پيل او تر برکاشکوټ رسيږي دګوريک، اوکاشکوټ سيمي له خاص کونړ ولسوالۍ سره نښلوي.
‎ځايي خلک دیاد سړک دچارو په پيل خوښ دي ددي ولسوالۍ قومي مشر ملک محمد الدین وايي ((ددي سړک په جوړیدو به يي ستونزي کمي شي.  
‎داقومي مشر چارواکو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي چې ددي پرژي په تطبیق کې به دسړک جوړوونکي شرکت له مس‌ؤلينو سره همکاري کوي))
‎‎ددي سړک دجړړیدو چاري دانراف موسیسي له خوا پرمخ وړل کېږي چې لکښت يي دنړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته