پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د ۳۲مليارده افغانيو په ارزښت پروژې پیل شوي
نیټه: Wed, 10 Jul 2019 13:34:24 +0000

 

د ننګرهار چارواکي وايي د  ولسمشرې ماڼۍ د عملیاتي واحد ادارې د  دوه ملیارده افغانیو په ارزښت د رغنیزه پروژو په ګډون په دغه ولایت کې ټوټال د دوه دیرش ملیارده افغانیو پروژو عملي چاري پیل شوي دي.
چارواکي زیاتوي د يادو پروژو په پلې کيدا سره اقتصاد امنیت او حکومتدارۍ يو له بل سره تړي ترڅو يي له مخې بې روزګاره وګړو ته د کار زمینه برابره شي او په امنیت کې ښه والي راشي.
په ننګرهار کې د ولسمشرې ماڼۍ د عملیاتي واحد ادارې د دوه ملیارده افغانیو په ارزښت د رغنیزه پروژو په ګډون د دوه دیرش میلیونه افغانيو پروژو عملي چاري پیل شوي دې .
چارواکي زیاتوي د دغه ولایت په بیلابیلو برخو کې د پلې شو پروژو په ګډون د ګڼو هغه پروژو چارې بیا ځلې پیل شوي دې کومې چې د فساد او ځينې نورو ستونزو له امله يي کارونه په ټپه دریدلي وو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په يوې خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل  يادو پروژو له پلې کيدا څخه يي موخه ښه حکومتوالي ، د امنیت ټينګښت او خلکو ته د کارې زمیني برابرول دي.
عبدالرحمن اقتاش د ولسمشرې ماڼۍ د واحدعملیاتي ادارې تخنیکي معین وايي د شاه غازي امان الله مقبرې په ګډون د دوه مسجدونو جوړول ، د شاهې ماڼۍ ،د روغتونو لپاره اته د پيوزانو تم ځایونه ، د ختیځ کمپلیکس ، د خان غفارخان مقرې ،يوې لیليي او اجتماعې مرکز جوړیدل هغه پروژې دې چې په ننګرهار ولایت کې د ولسمشرې ماڼۍ د واحدعملیاتي ادارې د دوه ملیاردو افغانیو په ارزښت جوړيږي .
ویل کیږي د يادو پروژو پنځوس سلنه چارې بشپړي شوي او ډير ژر به ګټي اخستنې ته وسپارل شي.
همداراز د سپین مسجد د رغولو د ژمنې سربیره اقتاش وویل د واحد عملیاتي اداره په ټول هیواد کې په یوه متوازان انکشاف کار کوي چې په ۳۴ ولایتونو کې يي ۲۳۰  رغنیزه پروژو چارې عملآ رواني دي .
دا په داسې حال کې ده چې لا هم ځای اوسیدونکي په بیلابیلو ولسوالیو کې د رغنیزه چارو خوښ نه برېښې او په ياده برخه کې د نورو رغنیزه پروژو د پلې کيدا غوښتنه هم کوي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته