پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ډاکترانو او درمل پلورونکو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي
نیټه: Sat, 13 Jul 2019 13:03:33 +0000

 

د ننګرهار امنيتي ځواکونو په ځانګړي توګه پولیس د ځايی خلکو د سراو مال په خوندیتوب کی پاتې راغلي او يو شمیر مافیاوي کړۍ د حکومت په اډانه کې له خلکو باجګیري کوي .
دغه څرګندونې نن په ننګرهار ولایت کې د امنیت په اړه د روغتیاپالانو ، مدني ټولنو او صنعات کارونو له لوري په يوه جوړ شوي خبرې کانفراس کې وشوي.
په همدې حال کې ولایتي اداره وايي ځينو اشخاصو په لوي لاس تر دې وړاندي يو شمیر کسانو ته باج ورکاوه ، چې دغه چاره د تېرو باجګیرو دوام دی ، دوي زیاتوي که د امنیتي ځواکونو سره همکاري ترسره شي د باج اخستوونکو پرضد به جدي اقدامات وکړي .
په دې خبرې ناسته کې روغتیاپالان ، د مدني ټولنو غړي او صنعات کاران وايي سر او مال يي خوندي نه دې او ځايی امنیتي ځواکونه يي په امنیت ساتنه کې پاتې راغلي دي. 
روغتیاپالان وايي په تېر يوه نیم کال کې په ننګرهار ولایت کې دوه روغتیاپالان وژل شوي ، يولس روغتیاپالان تښتول شوي او له پنځلسو هغو په غيري قانوني توګه پیسي اخستل شوي .
ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وايي  ) پانګوال ، روغتیايي سکتور ، علما کرام ، قومي مخور ټول د هدفي وژنو ، تښتونو ، تهدیدونو او ګواښونو لاندې دې ، يواځي دري اتیا د روغتیايي سکتور سره ګواښونه موجود دې ، دوه تنه شهیدان مو ورړکړي يولس تنه تښتول شوي او له پنځلسو پیسي اخستل شوي دي )
مصليح   قومي مشر  وايي ( ننګرهار ډير بد وخت کې قرار لري ، هر وګړی چې له کوره وځي بیرته د راتللو او ژوندي پاتي کیدو تمه نلري ، امنیتي ځواکونه په خپلو امرواتو کې پاتي راغلي دي ، څه موده وړاندي زما ورور شهید مالیار په خپله ماینه خانه کې شهید کړاي شو)
دوي وايي د حکومت په اډانه کې يو شمیر مافیاوي کړۍ او غیر مسول وسله وال له خلکو باجګیري کوي او په چاودنو وژنو او د خلکو په ګواښلو کې لاس لري ، خو په خبره چې امنیتي ځواکونه د يادو پېښو  په مخنیوي کې پاتي راغلي دي .
ډاکټر نوروز شینواری ، روغتیاپال بیا وايي ( په هایلکس موټر کې د ښار له منځه خلک تښتول کیږي دې کار خلک ډير په تشویش کې اچولي دي )
ډاکټر نجیب الله صاحبزاده روغتیاپال وايي ( عمومي کې د زورواکانو ، مافیاوي کړي او د ادارې د کمزوري له وجې موږ ته ګواښونه موجود دي )
دوي ګواښ کوي که حکومت يي غږ وانه وري او يادې ستونزې له منځه ولاړي نه شي نو دوي بیا اړ دې چې کاربندیز وکړي او خپل هټې او دوکانونه وتړي .
په همدې حال کې ولایتي اداره وايي ځينو اشخاصو په لوي لاس تر دې وړاندي يو شمیر کسانو ته باج ورکاوه ، چې دغه چاره د تېرو باجګیریو دوام دی ، دوي زیاتوي که د امنیتي ځواکونو سره همکاري ترسره شي د باج اخستوونکو پرضد به جدي اقدامات وکړي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي همداراز د والي په لارښونه په دغه ولایت کې اقتصادي شورا را منځته شوي ، ترڅو د پانګوالو ، صنعات کارانو ، هټيوالو او نورو کاروباریانو د ستونزو پر مهال ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هدفي وژني ، سړي تښتونې پېښې ، چاودني او نورې امنیتي پېښې يو ځل بیا زیاتي شوي دي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته