پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سږ کال به په ننګرهار ولایت څلور میلونه نیالګي کینول شي
نیټه: 05/02/2014

سږ کال به په ننګرهار ولایت څلور میلونه نیالګي کینول شي

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایې چې سږ کال به په دغه ولایت کې څلور میلونه میوه لرونکي او زینتي نیالګې کینول شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ريیس محمد حسین ساپي شرق راډیو تلویزیون ته وویل چې سږ کال په ننګرهار ولایت کې  څلور میلونه اصلي میوه لرونکي او زینتي نیالګیو تولید لرو.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نیالګیو کې یو میلون ستروس،یو میلون زینتي او دوه  میلونه  غیر مثمر نیالګي دي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د لایحي مطابق به وویشل شي.

ساپي وویل چې دغه نیالګي به عامه ځایونو مسجدونو،ښوونځيو او دولتي ادارو ته به په وړیا ډول ورکول شي او بزګرانو او باغ لرونکو ته به په نیمه بیه ورکړل شي.

د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودین وویل د نیالګې د کینولو نه وروسته شرق راډیو تلویزیون ته وویلي چې ددغه نیالګي په کینولو سره مونږ هیله لرو چې دغه کال به د سولې او ابادۍ کال ووسي.

نوموړي  له خلکو غوښتنه وکړه چې په خپلو ځایونو کې نیالګي کینوي تر څو خلکو ته یې ګټه ورسیږي او چاپیریال مو پاک اوسي او د نیالګیو په ساتلو کې عام خلک، ښاروالي ، کرنې ریاست او نورې ادارې په ګډه کار وکړي تر کرل شوي نیالګي ثمرې ته ورسیږي.

مولوي عطاالله لودین وویل چې ولسوالیو کې د ځنګلونو د ساتلو لپاره ولس باید  زراعت او کانال ریاستونو سره په ګډه کار وکړي ترڅو ځنګلونه  مو خوندي اوسي.

د یادونې وړ ده چې هر کال د پسرلي په موسم کې په ننګرهار ولایت کې په میلونونه نیالګي کینول کیږي خو د خلکو وینا دولتي اداري د نیالګیو په ساتنه کې پاملرنه نه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته