پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دمومړي ځل لپاره د ساختماني موادو لابراتور جوړ شو
نیټه: Sun, 14 Jul 2019 11:40:55 +0000

 

په ننګرهارکې د لومړي ځل  لپاره د سټنډرډ ادارې د اته څلوېښت میلیونو افغانیو په ارزښت د ساختماني موادو لابراتور جوړ شو. 
چارواکي وايي د ياد لابراتوار په جوړیدو سره به له ګاونډې هیواد پاکستان څخه د رالیږدونکو ساختماني توکو کيفیت لیدل کيږي او تر یوه بریده په ياده برخه کې د فساد مخه نیول کیږي .
په همدې حال کې ولایتي شورا او پانګوال د ياد  لابراتور د جوړیدو له امله خوښ دې خو له پاکستان څخه رالیږدیدونکي خوراکي توکو د کنټرول لپاره هم د ورته یوه لابراتوار د جوړیدو غوښتنه کوي .
په ننګرهار کې د هيواد په کچه د لومړي ځل لپاره له بهره ، هیواد ته د واریداتي ساختماني موادو د معاینې لابراتور جوړ شو .
د ننګرهار والي شاه محمود ماخیل وايي په یاد لابراتوار کې د سټنډرډ ملي ادارې د اته څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت جوړي شوي چې له مخې به يي تر يوه بریده د فساد مخه ونیول شي او د ساختماني موادو کیفیت به ډاډمن شي.
په همدې حال کې د د سټنډرډ ملي اداري معین  جاوید صدیقي وايي د پاکستان څخه د ۱۰۶ نوع ساختماني موادو واردیدو دې ته اړ کړل ترڅو په ننګرهار کې د ساختماني موادو يو لابراتوار جوړ کړي .
نوموړی وايي همداراز يي له هیواده بهر ته د باکیفیت افغاني توکو صادریدو لپاره هم د دوې اداره کار کوي او هڅې يي پیل کړي ترڅو د بیلابیلو توکو د کیفیت لپاره لابراتوارونو ته پراختیا ورکړي ترڅو  له نړیوالو سره سیال شي.
ولایتي شورا غړی اسرارالله مراد د ياد لابراتوار له جوړیدو خوښ دی ، خو له حکومت په دغه ولایت کې له ګاونډي هیواد پاکستان د خوراکي توکو د کیفیت لپاره هم د ورته یوه لابراتوار د جوړیدو غوښتنه هم کوي.
ډاکټر مخلص  ملي سوداګر وايي د ننګرهار خصوصي سکتور بیا د سټنډرډ ملي ادارې سره د خوراکي توکو د لابراتوار د جوړیدو په برخه کې د هر ډول مالي ملاتړ ټټر وهي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي ډيروخت داسي اندېښنې موجودوي چې له ګاونډې هیواد پاکستان څخه افغانستان ته ډيری وخت غیري معیاري ساختماني مواد را واریدیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته