پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کي دامیر حبیب الله خان ماڼۍ له سره ورغول شوه
نیټه: Sun, 14 Jul 2019 12:05:46 +0000

 

دسرج کلا یا سراج باغ چي په لغمان ولایت کي دامیرحبیب الله خان شاهۍ ماڼۍ ده کلونه وړاندي ویجاړه شوي وه چي په بیا جوړیدو يي داطلاعاتو او کلتور وزارت پنځوس میلونه افغانۍ لګولي. 
دا ودانۍ ددري کالو په موده کي په دوه پنځوس جریبه ځمکه کې له سره رغول شوي چي اوس يي ديوي تاریخي ودانۍ په توګه دسیلانیانو پام هم خپل کړی.
دلغمان ولایت داطلاعاتو او کلتور رییس فیضان الله پټان واي ((ددي ودانۍ چاري ددریو کالو په موده کي بشپړي شوي چي داطلاعاتو او کلتور وزارت دانکشافي بودیجي نه پري پنځوس میلونه افغانۍ لګول شوي او اوس دي کلا ته سیلانیان هم رامات شوي )) 
داطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي ددي ودانۍ ډيري برخي يي کټ مټ دسراج کلا په لومړني شکل  بیا رغولي خو یواځي په ځينو برخو کي يي دمعلوماتو دنشتون له کبله تغیرات شته.
دوي وايي دا کلا لاهم بشپړ نده او دبودیجوي ستونزو له کبله يي ځيني برخي نیمګړي پاتي دي. 
فیضان الله پټان وايي:((ددي کلا ځیني برخي لکه په لرو ساحو کی يي څلور برجونه وو هم ندي جوړ شوي ځکه مونږ ورته بودیجه نلرو که دبودیجي ستونزه حل شي نو دابریجونه به يي ورغول شي چي ددي کلا ارزښت به ورسره نور هم ډير شی ))
داطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي که څه هم خلک دسراج کلا دویجاړۍ پړه په کورنیو جګړو اچوي خو ددي کلا لویه برخه داوسني حکومت دځايي چارواکو له لوري په قصدي ډول ویجاړه شوي او دا کلا د وخت دچارواکو له لوري په نظامي ځای بدله شوي وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته