پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دزمری 28 دهیواد دخپلواکی ورځ
نیټه: Mon, 15 Jul 2019 13:55:32 +0000
 
 
 
ګرانو هیوادوالومونږاوتاسی دخپلواکی دورځی د100 کالیزی د لمانځلوپه درشل کی یاستو او دهیواد په ټولو ولایتونو کی ټول ورونه میلیتونه اومیشت ورونه قومونه په خورا درنښت ،افغانی جذبه اوملی احساس سره ددی  شانداره او با ارزښته تاریخی ورځی ( ازادی او خپلواکی ) دلمانځلو تیاری او بندوبست کی مصروفه دی او مونږ یی ددوی دغه ریښتنی ملی احساسات او جذبات په ټولنیزو شبکو کی ګورو. خصوصآځوان نسل تر ټولو فعال او بیداردی ، مګر ددی ترڅنګ معلوم الحاله کړی او څیری ددوی د جذباتو خلاف اوازونه اوچت کړی کله د ازادی سالار عازی امان الله خان توهین  او دهغه ستر شان ته تخقیرکوی او همدارنګه د اجنبیانو اوبهرنیانو په لمسون غواړی زمونږ دسترملت او ځوان نسل جذبات او احساسات مجروع کړی  او دازادی دورځی دلمانځلو سره مخالفت ښایی .دلته غواړم دوی ته زمونږ دازادی تاریخ ،  دازادی او خپلواکی ارزښت په هکله معلومات شریک کړو ترڅودوی دخلکواو هیواد په وړاندی احساس د مسولیت وکړی .
 
زمونږ ګران وطن او هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدن لری  په کال ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصردولت په تاسیس سره ، سیاسی – ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ او په ډیره لنډه موده کی یی  یوه ستره امپراطوری جوړه کړه خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، دکورنیو اوبهرنیو تضادونو ، کړکیچونو دپردیو یرغلونو اوپه دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترو لوبو » په دوران کې،  داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه په ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانستان پاچا غازي امان الله خان  دبریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله  او دیولوی او شاندار جشن په ترڅ کی چی دزاړه کابل دزرافشان قصر (دزرنګار پارک) کی جوړه شوی وو د شاه امان الله خان  د لاسلیک اوتوشیح پروخت اعلان شو او دنړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو.  غازی امان الله خان په خلکوغږوکړو جی 28 داسد د ملی خپلواکي اوازادی دورځی په نوم ولمانځی دغازی امان الله خان دغه ستری کارنامه افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت کې لانورهم سیاسي او اقتصادي اعتبار ورپه برخه کړو.
 
غازی امان الله خان چی یو متمدن، باتدبیر په وطن او خلکو مین او ترقی پسند شخصیت و دهیواد پرمختګ او ابادی یی ستر ارمان او شعار وو چی دامانی دوره اصلاحات او ریفورمونه یی ژوندی مثالونه دی .د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او دهیواد دپرمختګ په برخه کې د قدروړدي چې باید وساتل شي.
نصیراحمد (څپاند)
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته