پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ملي بوديجې جوړونې په موخه له ولسونو رايه واخيستل شوه
نیټه: Sun, 28 Jul 2019 11:39:32 +0000

 

په ننګرهار ولایت کې د مالیي وزارت له لوري په بودیجه کې د ولسونو راګډولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.
چارواکي وايي په دې سره د ولسونو له لوري اولیتونه په نښه کيږي ترڅو حکومت په راتلوونکي کې د همدې نظریاتو په بنیاد دې ولایت لپاره بودیجه منظوره کړي .
په همدې  حال کې ځايی اوسیدونکي د ماليي وزارت له دغې اقدام خوښ دې خو په عملي توګه د ياد پروګرام د پلې کيدا غوښتنه کوي .
د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودیجې په ټاکلو کې د ولسونو رانغاړل 
په ننګرهار ولایت کې د ماليي وزارت له لورې په بودیجه کې د ولسوالیو قومي مخورو ، ولسوالانو ، مدنې فعالانو او ځوانانو راګډولو په موخه مشورتي ناسته وکړه .
چارواکي وايي په دې سره به د راتلوونکي کال لپاره د ولسونو اولیتونه په نښه او چارو د ترسراوي لپاره به د دغه ولایت لپاره بودیجه منظوره شي.
تمیم عارف د ننګرهار ولایت مرستیال والي وايي ( په دې کې ولسونو ته ونډه ورکول کيږي ، ولسونو ته واک او صلاحیت ورکول کیږي ، ترڅو د اولیت وړ پروژي په نښته کړي ترڅو په راتلوونکي کال کې ورته ځای ورکړل شي) 
ګل افضل نادري د ننګرهار ولایت مستوفي وايي ( سیمیزه حکمتوالۍ د پیاړوتیا لپاره د غیر مشروتي بودیجې ورکول دي د ولایتونو لپاره ، سږ کال موږ سره هم اویا میلیونه افغاني د ننګرهار لپاره وعده شوي ده ، هیله لرو چې په لنډ وخت کې دغه اویا میلیونه افغانۍ ترلاسه کړو )
په همدې حال کې د دغه ولایت قومي مخور د حکومت له دې اقدام خوښ دې خو د ولسونو له لوري د اولیتونو د ټاکلو وروسته د دې ولایت لپاره په مناسبه توګه د بودیجې د منظوریدو غوښتنه کوي.
حاجي امیرجان کوټوال د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ قومي مخور وویل (دا پروګرام د ولسونو په خوښه باندې جوړشوی دی ، خو خدای دې وکړي چې څنګه شروع دې چې همداسي انجام يي هم وشي ، پخوا به زموږ ولسوالۍ ته داسي پروژې راتللي چې هیڅ ضرورت به ورته نه وو)
ملک نعمت الله د بهسودو ولسوالۍ قومي مخور وايي( دا بېخې ډيري ګټورې پروژې دي او ولسونو ته د دې پروګرام ګټه خورا زیاته ده )
دا په داسې حال کې ده چې ډیرې خلک په ورته پروګرامونو له دې امله نیوکه کوي چې ګنې دغه ډول پروګرامونه په نماېشي ډول ترسره کیږي او په عمل کې بیا کوم څرک نه لیدل کيږي .
 دا چې دا ځل به حکومت څومره د ولسونو سره له مشورو وروسته د ولسونو اولیتونه په پام کې ونیسي دا هر څه به وخت سره معلومه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته