پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې روغتیاپالان وايي له امنیتي ستونزو سره مخ یو
نیټه: Fri, 02 Aug 2019 11:54:47 +0000

 

 

په ننګرهار کې روغتیاپالان وايي لا هم د حکومت په اډانه کې د يوې شمیر کړیو له لورې د امنیتي ننګونو سره مخامخ دي
 دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د درمل پلورونکي د اتحادې د مشر  او د شایق رسنیز مرکز مشر   د کور او روغتیايي کتنځای مخ ته دوه بیلابیلې چاودنې شوي چې مالي زیانونه يي وراړولي
په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي اداره په دوهم ناحیه او اتمې ناحیو کې د ترسره شو يادې چاودنو پخلی کوي او زیاتوي چې روغتیاپلان ورسره ستونزې شریکي کړي او د حل په موخه يو څه اقدامات شوي
تېره شپه د جلال اباد ښار په دویمه او لومړۍ ناحیه کې د درمل پلورونکو د اتحادې د مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده  د شایق رسنیز مرکز مشر انجینر شفیق الله شایق د کور او روغتیايي کتنځای مخکې دوه پرلپسې چاودنې شوي. 
ډاکټر نجیب الله صاحبزاده او د کورنۍ غړي يي وايي لومړي چاودنه په اتمه ناحیه کې د بهسودو کمپونو سیمه کې د دوي د یوه مارکیټ او روغتیايي کتنځای او وروسته يې په دوهمه ناحیه کې د کور مخ کې ترسره شوي ده 
د دوي په خبره يادې چاودنې ځانې زیان نلري ، خو د کور اشادارې ، ککړۍ ، ښېښې او دروازې يي ورماتي کړي دي. 
په همدې حال کې د درمل پلورنځيو اتحادې مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وايي يادې چاودنې د حکومت په اډانه کې د يوې شمیر کړیو له لورې ترسره کې کوم چې تر دې وړاندې يي روغتیاپالان ګواښل 
نوموړی وايي دوي يادې ستونزې د ولایتي ادارې سره شریکې کړي خو تراوسه په ياده برخه کې کوټلې اقدامات نه دې ترسره شوي
دوې له حکومت د يادو پېښو د عاملینو د نیول کیدو او قانون منګولو ته د سپارل کیدو غوښتنه هم کوي . 
په همدې حال کې ولایتي اداره د يادو چاودونو د پخلې ترڅنګ مني چې روغتیاپلان ورسره ستونزې شریکي کړي خو زیاتوي په ياده برخه کې په عملي ډول يو څه اقدامات ترسره شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل وايي چاودنه د شرق رسنیزه مرکز د مشر شفیق الله شایق د کور مخې ته شوي ، ځانې زیان نلري ، ولي يو څه مالي زیان يي کور ته وراوښتي 
د ننګرهار  د والي وياند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلي کوي او زیاتوي چې روغتیاپالانو وروسته ناسته کړي ستونزې يي اوریدلي او يو څه اقدامات هم شوي دي .
دا په داسې حال ده چې اوړمه ورځ په جلال اباد ښار کې د امنیتي ننګونو له امله روغتیاپالانو کاربندیز هم کړي وو ، چې وروسته ولایتي ادارې سره له ناستې او د دوې د خوندیتوب په اړه د ډاډ د ورکړي ، بیرته پای ته ورسیده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته