پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دماهیانو ۴۷ فارمونه جوړ شول
نیټه: Mon, 05 Aug 2019 11:10:39 +0000

 

دکرني ریاست له لوري دننګرهار په اوو ولسواليو کې اوه څلویښت تنو ته د ۱،۶ میلونو  افغانيو په ارزښت دکوچنيو ماهيانو په ورکړي سره  دماهيانو د روزلو فارمونه جوړ شول .
چارواکې وايې دا ماهيان دسیبارډ او ان اچ ال پي موسیسو له لورې د ماهیانو پر روزنکو وویشل شول چې په شپږو میاشتو کې به د پلور لپاره چمتو شي او روزونکي  به ترې د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي. 
 روزونکي دماهيانو د یادو فارمونو په جوړیدو خوښ او وايي چې دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې به ورته ګټور تمام شي. 
دوي وايي دننګرهار آب او هوا دماهيانو درزوني او پالني لپاره مناسبه ده او په سمه توګه به ترې ساتنه وکړي. 
چارواکو ژمنه وکړه چې په لنډو ورځو کې به دننګرهار په پچېراګام او بټي کوټ ولسواليو کې هم دا ډول پروژې تطبیق کړي او ترڅنګ به يي په راتلونکي کال کې د ننګرهار په هغو لرو پرتو ولسواليو کې دکرنې په برخه کې نورې پروژې تطبیق کړي چې په تیرو کلونو کې د نا امنۍ له امله له دا ډول پروژو بې برخي پاتی شوي وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته