پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دخپلواکۍ ورځې لپاره ځانګړی چمتوالی
نیټه: Wed, 07 Aug 2019 11:08:41 +0000
 
 
دا ځل په ننګرهار کې د تېر په پرتله په ځانګړو مراسمو د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځل کیږي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د ولسونو او بیلابیلو دولتي ادارو له لورې  د خپلواکۍ ورځې لپاره ځانګړی چمتوالی نیول شوی .
د دوي په خبره د يادې ورځي د لمانځنې په پار د بیلابیلو پروګرامو د ترسره کیدو په لړ کې چهارشنبه د پوهنې ریاست د بیلابیلو مدیرانو له لوري د خپلواکۍ ورځ د انجونو په بې بې حوا لېسه کې ولمانځل شوه. 
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره ځانګړې تابیاوي نیول شوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي د سلمې کلیزې په پار د ولسونو او بیلابیلو ادارو له لورې هڅې پیل شوي ترڅو ياده ورځ د تېرو کلونو په توپیر دا ځل په ځانګړو مراسمو سره ولمانځي.
د نوموړي په خبره د ملي هویت او خپلواکۍ سره د ولسونو ځانګړي مینې د شتون له امله دغه تابیاوي نیول شوي دي.
شاه محمود میاخیل د ننګرهار والي  وايي ) د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لپاره شانداره مراسم او ټولو سکټورونو ، ولسونو ترتیبات نیولي او دا به په ښه شان لمانځل کیږې ځکه دا سلمه کلیزه ده ، ننګرهاریان پوه خلک دې دوي د ملي هویت او خپلواکۍ سره ځانګړي مینه لري )
د خپلواکۍ د ورځی د لمانځلو په پار د ځانګړو پروګرامونو د ترسره کیدو په لړ کې  چهارشنبه د پوهنې ریاست د بیلابیلو لیسو او مدیریتونو مسولینو د خپلواکۍ ورځ د بې یې حوا د انجونو په لېسه د یوې غونډې په کولو سره ولمانځله .
حسیب الله شینواری د ننګرهار د پوهنې رييس وايي ( تاسو پوهیږي سږ کال سلمه کلیزه دا به په يو لړ شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي ، د پوهنې ریاست هم دغې ورځ لپاره ځانګړي تدابیر لري ، دا غونډه هم موخه هم همدا ده چې دغې ورځې سره ځپلې ځانګړي مینه په کې څرګنده کړي .)
د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان له نن څخه کابو سل کاله وړاندې واک ته له رسیدو سره سم له برتانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه ، چې وروسته بیا برتانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپيژندله او له همغه وخت را په دې خوا هر کال دغه ورځ  په کور دننه او بهر د افغانانو له لورې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته