پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د ګلمراد عرب په ضد لار یون
نیټه: Wed, 07 Aug 2019 12:22:37 +0000

 

 په جلال اباد ښار کې لسګونه کسانو د تازه میوو او سبزي جاتو پر سوداګرۍ  د انحصار خلاف لاریون وکړ .
دوی وايي د ګلمراد په نامه یوه سوداګر دا هر څه انحصار کړي او خلک نه پریږدي چې خپل کار وکړي. 
اخوا ګلمراد عرب وايي د لاریون تنظیموونکي مافيايي کړۍ دي او نه پریږدي چې په ننګرهار کې سوداګر وده وکړي.
عرب وايي هغه کسان چې د دوی خلاف يي لاریون تنظیم کړی د هیواد بهر ژوند کوي او هڅه يي داده چې په ننګرهار کې سوداګري کمزوري کړي.
دا لسګونه کسان نن سهار د ننګرهار ولایتي شورا مخي ته راټول شوي وو او په دغه ولایت کې يي د سوداګرۍ د انحصار خلاف لاریون وکړ. 
دوی وايي د ګلمراد عرب په نامه یو سوداګر په ننګرهار کې د تازه میوو او سبزي جاتو سوداګري انحصار کړي او نه پریږدي چې بل څوک دغه کار وکړي.
لاریون کوونکي وايي دغه سوداګر د مافیايي کړیو سره لاس لري او خلکو ته د سوداګرۍ په برخه کې ستونزي جوړوي .
يوتن لاریونوال ( د هګۍ د ګلمراد قراداد وو ، زما يو ملګری دی ، د هغه هګۍ په تورخم کې ودرولي بیا خرابې شوي، او د ده ګاډۍ ازادانه راځي ولې دا  دکميسارۍ مامورینو ته پېسې  ورکوي نو په همدې دلایلو بل سړی دلته زړه نه ښه کوي چې خپله سرمایه خرابه کړي. )
بل لاریونوال ( د رييس جمهور نه مو غوښتنه دا ده چې داسې ظالمان دي ونیسي ، زه له کوره شړلي وم ، پوره یوه میاشت زما ماشومانو سیاه سرې په دې ګرمۍ کې په سفر کې وخت تېر کړي )
بل لاریونوال ( پنځه اویا سلنه ده دا تجارت انحصار کړي ، پنځلس فيصده موږ کوو ، هغې ته مو هم دا نه پریږدي ، دا راغلي په دې پنځلس فیصده کې هم زما په ستونې ښپه اېښې چې دا ماته پریږده  ، بې موجبه يي زما کیله دوه لارې کیله دولس ورځې کیږي چې په تورخم کې درولي او اوبه ترینه را رواني دي.
اخوا ګلمراد عرب وايي په ننګرهار ولایت کې په میلینونو ډالرو پانګونه کړي او یوشمیر مافیايي کړۍ نه پریږدي چې دغه ولایت کې سوداګري پرمختګ وکړي. 
عرب وايي د مظاهري د تنظیموونکي سره يي پنځلس کاله وړاندي د کابل هډي په سیمه کې په جر یبونو ځمکه د حکومت څخه په قرار داد نیولي وه چې بیا يي دغه شریک پلورلي. 
نوموړی وايي اوس هغه کس تښتیدلی او له بهره دده تخریب کوي.
دیادونې ده چې دغه دواړه سوداګر سره شراکتونه درلودل تر جدا کیدو وروسته په یو بل تورونه لګوي. 
دا چې حقیقت څه دي وروسته به روښانه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته