پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ نندارتون جوړ شو
نیټه: Thu, 15 Aug 2019 13:40:31 +0000

 

دا په ننګرهار کې دنجم ټولني له خوا جوړ شوی هغه نندارتون دی چې  د هېواد دخپلواکۍ دسلمې کلېزي په ویاړ یې پکې دهېواد دخپلواکۍ دګټیاليو انځورونه او کتابونه ننداري ته ایښي. 
مسؤلېن يې وايې له نندارتون نه موخه دځوانانو ترمنځ د خپلواکۍ د فکر عامول دي .
( په دې خاطر چې موږ ځوانان د علم او کتاب سره وتړو او ورته دا پیغام ورکړو چې ازاد ملتونه خپله آزادي د کتاب له طریقه اخستې شي نه د بلې لار نه )
د نندارتون ګډونوال وايې په یاد نندارتون يې دهيواد او نړۍ په کچه دمشورو څیرو او د داسي خلکو انځورونه وليدل چې دوي یې  په اړه له مشرانو کیسي اوریدلي وي خو له څېرو يې نه و پېژندلي.
ډاکټرسيد خالد راشد دافغانستان اسلامې طبې ټولني مشر( دلته د کتابونو د شتون مانا هم همدا ده چې ځوانانو ته لوي پیغام همدا دې چې قلم او کتاب خپل کړي ، د آزادۍ فکر واخلي او آزاد فکر ولري نو بیا به تاسو خپله ازادي وساتلي شي )
محمد ګلاب توحيدیاردخراسان پوهنتون استاد ( دا یواځي په ختیځ زون کې نه بلکې په ټول افغانستان کې به لومړی نندارتون دی ، که دې ته څومره ځوانان راځئ او یا نور خلک راځئ ، نو د دې نندارتون نه به ډيره ښه استفاده وکړي او ډير ښه پیغام به ترینه واخلي )
وسیع الله دکندهار اوسيدونکی ( دې نندارتون کې مختلف ډوله کتابونه ول ، او ترڅنګ يي  د مختلفو شخصیتونو انځورونه ايښودل شوي ول چې موږ يې يواځي په اړه کېسې اوریدلي وي .) 
دوي دازادۍ دفکر دعامولو او ملي یوالي دټينګښت لپاره دا ډول نندارتونونه اغېزمن یادوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته