پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له ننګرهار د حسن نیت په خاطر لس زره ټنه شوکاڼی پاکستان ته صادر شول
نیټه: Sun, 18 Aug 2019 12:02:07 +0000

 
 د هېواد په درې رنګه بیرغ  پوښل شوو بارداره موټرو کې د ننګرهار له ګمرک څخه لس زره ټنه شوکاڼي، او دډبرو سکاره پاکستان هېواد ته صادرېږي. 
چارواکې وایي دا صادرات یې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزي په مناسبت له هغه هېواد سره دحسن نیت ښودلو په خاطر کړي. 
بل خوا سوداګر دا چاره د دواړو هېوادنو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پرځای ګام یادوي. 
دوي وايې د شوکاڼي او ډبرو سکرو په دې صادراتو سره که له یوې خوا د سوداګرو ګټه زیاتېږي نو بلې خوا د دواړو هېوادونو  د سوداګرو ترمنځ سوداګریزي اړیکي هم ورسره پراخېږي. 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسلام اباد ته  د افغان ولسمشر دسفر پرمهال د هغه هېواد لومړي وزیر عمران خان له افغان ولسمشر څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړي وه او افغان ولسمشر هم ورسره دسوداګریزو اړیکو دپراختیا ژمنه کړي وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته