پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د خپلواکۍ لمانځل د اسلامي تعلیماتو يوه برخه ده
نیټه: Sun, 18 Aug 2019 12:17:45 +0000

 


د ننګرهار پوهنتون یو شمیر استادان د یو هیواد لپاره خپلواکي خورا مهم ګڼي او زیاتوي چې د دغې ورځې په ښه شان لمانځل د فکري رغوني او ولسونو ته د هیوادنې مینې په ورکولو کې خورا مثبت اغیزه کولاي شي.
 دوي په  فکري ، سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي او په ټوله کې په ټولو برخو کې ازادي يوه  اړینه پدیده بولي .
پوهنیار بلال بدلون  د ننګرهار پوهنتون استاد ( د خپلواکي لمانځل خپله ملت ته یوه روحیه ورکوي ، چې دغه وطن زموږ شریک وطن دی ، موږ باید په ګډه په دغه هیواد و در دیږو او باید په ګډه د جوړیدو لپاره کار وکړو ، د خپلواکي او یا نورو ملي ورځو په لمانځلو سره ټولنې ته د هیوادنې مینې په ورکولو کې خورا مهم رول لري )
منګل شیرزاد  د ننګرهار پوهنتون استاد ( يو هیواد د ازادي په صورت کې کولاي شي خپل استعدادونه نړۍ ته وښايه ، او پټ به پاتي نه شي ، په ټول کې د يوه انسان لپاره خپلواکي يوه اړینه پدیده ده )
په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځې استاد آزادي د اسلامي تعلیماتو يوه برخه ګڼې او لمانځل يې د اسلام د نقطې له نظره هم مناسب او پرځای عمل ګڼي .
پوهاند نقیب الله ثاقب د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي رييس ( د ازادۍ د ورځې لمانځل د اسلامي تعلیماتو يوه مهمه برخه ده ،  موږ خوشحاله يوو ، چې يوه پیړۍ کيږي چې موږ ازادي لرو، دغه آزادۍ يو لوي اسلامي او شرعي نعمت دی باید چې افغانان يي ولمانځي)
سیداحمد فاطمي د ننګرهار پوهنتون  د شرعیت پوهنځي رييس ( د خپلواکي سره دولتونه کولاي شي په ښه شان او په ازاد ډول په داخلي او خارجې ټولو چارو کې خپل کارونه د ملي او اسلامي ارزښتونو په اساس ترسره کړي ) 
ټاکل شوي دوشنبه د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د زمری اته وویشتمه  د  افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه د هیواد په پلازمینه او بیلابیلو ولایتونو کې په يو لړ شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي ، چې له کابو اوږدې مودې ،ورته تیاریاني نیول شوي وي ، او له دغې ورځې وړاندي هم په ټول هیواد کې د يادې ورځې په ویاړ يو شمیر پروګرامونه جوړشوي ول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته